د فلسطین ازادې جبهې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ
فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین د ازادۍ لپاره ولسي جبهې ټينګار وکړ په الاقصی جومات باندې به د صهیونیسټانو نږدې یرغل د فلسطینیانو پراخه غصه ځان پسې ولري .
صهیونیسټان اراده لري چې نن د صهیونیسټ رژیم یعني د نیواکي فلسطین د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د صهیونیسټ رژیم په بیرغ سره الاقصی جومات ته ورشي او د دغه جومات دننه د اسرائیلو رژيم ملي سرود وغږوي .
د صهیونیسټ رژیم پولیسو هم په رسمي ډول نن په الاقصی جومات باندې د یهودي نیواکګرو ښارګي میشته خلکو له ډله ییز تیري سره موافقت کړی دی .
د فلسطین د ازادۍ لپاره ولسي جبهې پرون په یوې(۱) بیانیې کښې په الاقصی جومات باندې د یرغل لپاره د صهیونیسټانو د بلنې په هکله تل اویو ته خبرداری ورکړ .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي بې شکه مونږ په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو له یرغل سره مقابله کوو او له ټولو فلسطیینانو غواړو چې له صهیونیسټانو سره مقابله وکړي .
له دې مخکې حماس ، جهاد اسلامي غورځنګونو او د فلسطین د مقاومت کمیټیو هم په الاقصی جومات باندې د تیریګرو اقداماتو د پایلو په هکله صهیونیسټ رژیم ته خبرداري ورکړي وو .