د لبنان خلګ به په پارلماني ټاکنو کې پراخ ګډون ولري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115672-د_لبنان_خلګ_به_په_پارلماني_ټاکنو_کې_پراخ_ګډون_ولري
په تهران کې د لبنان سفیر وویل په ایران کې د لبناني وګړو لپاره د ټاکنو بهیر روان دی او د لبنان وګړيپه پراخ ګډون سره له ټاکنو څخه هرکلی کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 01:58 Asia/Kabul
  • د لبنان خلګ به په پارلماني ټاکنو کې پراخ ګډون ولري

په تهران کې د لبنان سفیر وویل په ایران کې د لبناني وګړو لپاره د ټاکنو بهیر روان دی او د لبنان وګړيپه پراخ ګډون سره له ټاکنو څخه هرکلی کوي.

په تهران کې د لبنان سفیر حسن عباس تیره ورځ العالم ته وویل: تر ټولو غوره لاره چي د لبنان خلګ خپل ږغ تر چارواکو پوري رسولایشي، په ټاکنو کې ګډون دی.

هغه په ایران او نورو هیوادونو کې لبنانی مهاجرو لپاره د ټاکنو بهیر ته په اشاري سره، زیاته کړه: په ایران کې لبناني وګړې په پراخ ګډون سره، له ټاکنو څخه هرکلي کړی دي او اکثره لبناني وګړي رایي ورکولو ته حاضر شوي دي.

هغه وویل: د لبنان کورني حالات د دې سبب شوي چي د لبنانیان په نورو هیوادونو کې هم د مسئولیت احساس وکړي او د رایو په ورکولو سره په لبنان کې د بحران له هوارېدو سره مرسته وکړي.

په ایران کې د لبناني وګړو لپاره د رایي لومړنۍ صندوق په تهران کې پرانیستل شو.