د مقاومت دوښمانانو او د امریکا عوامل ته باید فرصت ورنکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115686-د_مقاومت_دوښمانانو_او_د_امریکا_عوامل_ته_باید_فرصت_ورنکړو
رای الیوم ټیلي ورځپاڼې نن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش د هیواد په انتخاباتو کښې د مقاومت دوښمانانو ته د پرمختګ د فرصت د ورکولو په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2022 11:15 Asia/Kabul
  • د مقاومت دوښمانانو او د امریکا عوامل ته باید فرصت ورنکړو

رای الیوم ټیلي ورځپاڼې نن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش د هیواد په انتخاباتو کښې د مقاومت دوښمانانو ته د پرمختګ د فرصت د ورکولو په هکله خبرداری ورکړ .

د لبنان د پارلمان د انتخاباتو لومړی پړاو له پرون ورځې راهسې په خارجي هیوادونو کښې د لبنان د هستوګنه خلکو له رایو اچولو سره پیل شو .

د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش د خپل هیواد د پارلمان انتخاباتو ته په اشارې سره وویل حزب الله غورځنګ له مالي کړکیچونو د وتلو  لپاره د  ژغورنې د یوه (۱)ملي پلان پراساس د پارلمان په انتخاباتو کښې ګډون کوي .

هغه د پارلمان په انتخاباتو کښې د خلکو د پراخ ګډون او په دې هکله د سستۍ د نه کولو غوښتنه وکړه چې د لبنان په انتخاباتو کښې د مقاومت ډلو د دوښمانانو ته فرصت برابر نشي .

د لبنان د پارلمان د انتخاباتو دوهم (۲)پړاو د روانې میلادي میاشتې په اتمه(۸) نیټه او په نورو هیوادونو کښې د لبنان د  هستوګنه ښاریزو په رایو اچولو سره پیلیږي او په خپله د لبنان خلک د مي د میاشتې په پینځلسمه (۱۵)نیټه د رایو صندوقونو ته ورځي .