سعودي باچا روغتون کښې داخل شو
د سعودي باچائي دربار په جده ښار کښې يو روغتون ته د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز د وړل کېدو خبر ورکړ.
د سعودي سرکاري خبري آژانس واس د رپوټ له مخې د سعودي باچائي دربار نن اعلان وکړ، سلمان بن عبدالعزيز په جده ښار کښې ملک فېصل نومې ستر روغتون کښې داخل کړې شوے دے.
په رپوټ کښې له څه وضاحت نه بغېر ادعا کړې شوې ده چې هغه د ځينو طبي ټېسټونو د ترسره کولو لپاره روغتون ته منتقل کړې شوے دے.
دا په تېرو دوو مياشتو کښې دويم ځل دے چې د سعودي باچا روغتون کښې داخليږي. هغه د مارچ په ۱۶ هم ملک فېصل روغتون ته وړل شوے ؤ چې د باچائي دربار د وېنا له مخې د طبي ټېسټونو د ترسره کولو ترڅنګه يې د زړۀ بيټري هم بدله کړي.
سلمان بن عبدالعزيز په آخري ځل د وړوکي اختر په مراسمو کښې له خپل زوے محمد بن سلمان سره يوځاے چې د چارو واګې يې په لاسو کښې دي ليدل شوے دے.