د اسرائیلو حکومت نسکوریدا ته نږدی شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژيم رسنیو پرون وویل لومړی وزیر نفتالي بنت اټکل کوي چې حکومت به یې په اوو(۷) ورځو کښې ختم شي .
د صهیونیسټ رژيم رسنیو د لومړي وزیر نفتالي بنت په قول وویل چې هغه د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ټول ټاکنو د اندازې د معلومولو لپاره پلانونه پیل کړي ده .
د صهیونیسټ رژيم په سیاسي ډګر کښې مخالف بهیر د پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په هدایت سره په کلکه د ائتلافي کابینې د نسکورولو کوشش کوي .
په قدس کښې له نښتو وروسته په تیرو څو ورځو کښې د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت د ائتلافي کابینې حالت کړکیچن شوی او له دغو نښتو وروسته د عربي فهرست ګوند هم د صهیونیسټ رژیم په کابینې کښې خپل غړیتوب ځنډولی دی .
که چیرې دغه عربي ګوند د نفتالي بنت له کابینې ووځي نو د هغه د کابینې نسکوریدل به پریکنده وي .