د امریکا او د سعودي عربستان چارواکو خبرې کړي
عربي ۲۱ اینټرنیټ پاڼې پرون د اینټرسیپټ پاڼې په قول راپور ورکړ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای له مشر سره کتنه کړي ده او دواړو لورو د تیلو د بازار او د عربستان لخوا له چین څخه د وسلو د اخیستلو په هکله د نظر تبادله کړي ده .
اینټرسیپټ پاڼې د دریو خبرو سرچینو په قول وویل دغه کتنه په داسې حال کښې شوي ده چې د امریکا لوړرتبه چارواکو د تیلو د تولید د زیاتولو او له چین څخه د وسلو له اخیستلو د سعودي عربستان د پښیمانه کولو لپاره له ریاض څخه د غوښتنې لپاره خپلې هڅې ترسره کړي دي .
د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای مشر ویلیم برنز د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کښې د سعودي عربستان د چارواکو لخوا د سلطنتي کورنۍ د نیول شویو کسانو د خوشي کولو پرضرورت ټینګار کړی دی .
دا په داسې حال کښې دي چې سعودي عربستان تیره اونۍ ټینګار وکړ د خپلو د تیلو د تولید پروګرام ته پاې بند دی او د تیلو د تولید د زیاتولو لپاره د امریکا هر ډول غوښتنه یې رد کړه .
سعودي عربستان په سیمه کښې د اسرائیلو ، د امریکا او د بریتانیا د استعماري سیاستونو اجرا کونکی دی او دغه هیوادونه د ترهګرو ډلو په جوړولو او ورسره مرستو کولو کښې لاس لري .