د لبنان د پارلمان د انتخاباتو نتیجې منو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116058-د_لبنان_د_پارلمان_د_انتخاباتو_نتیجې_منو
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل د هیواد د پارلمان د انتخاباتو نتیجې منو او خپل لاسونه له ټولو ګوندونو سره د ملګرتیا لپاره اوږدوو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 16, 2022 05:27 Asia/Kabul
  • د لبنان د پارلمان د انتخاباتو نتیجې منو

المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل د هیواد د پارلمان د انتخاباتو نتیجې منو او خپل لاسونه له ټولو ګوندونو سره د ملګرتیا لپاره اوږدوو .

هغه پرون د خپلې رایې په اچولو سره ټول خلک په انتخاباتو کښې ګډون کولو ته وروبلل او ویې ویل خلک په ټولې ازادۍ او توان سره خپلې رایې صندوقونو ته اچوي پر دې اساس له انتخاباتو وروسته هیڅوک حق نلري ووايي چې زه په پارلمان کښې استازی نلرم .

شیخ نعیم قاسمي ټینګار وکړ مونږ له همدا نن څخه وایو د انتخاباتو نتیجې چې څه وي او  د پارلمان څوکۍ چې هر ډول وویشل شي منو او ټولو ته د ملګرتیا لاس اوږدوو .

د لبنان  د پارلمان انتخابات بیګا ناوخته پاې ته ورسیدل او اوس د رایو د شمیرلو کار پیل شوی دی چې زر به یې نتیجې اعلان شي .