صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په الاقصی جومات یرغل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116168-صهیونیسټ_ښارګي_میشته_خلکو_په_الاقصی_جومات_یرغل_کړی
فلسطین الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ په لسګونو صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د دغه رژیم د عسکرو په ملاتړ سره په الاقصی جومات یرغل وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2022 08:04 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په الاقصی جومات یرغل کړی

فلسطین الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ په لسګونو صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د دغه رژیم د عسکرو په ملاتړ سره په الاقصی جومات یرغل وکړ .

صهیونیسټ ښارګي میشته خلک له «باب المغاربه» دروازې څخه الاقصی جومات ته ننوتل او هلته یې لمسونکي اقدامات ترسره کړل .

دا په داسې حال کښې دي چې په خارج کښې د فلسطین د حماس غورځنګ مشر خالد مشعل وویل د فلسطین ملت به د الاقصی جومات د یهودي کولو ، یا ویشلو یا د ورانولو او له نیواکګرانو لخوا په هغه باندې د دیني او سیاسي واکمنۍ د اعمالولو اجازه  ورنکړي .

د فلسطین مقاومت ډلو په ځلونو ویلي دي چې فلسطینیان به په ټولو ډګرونو کښې د نیواکګرانو او د هغوې د جنایتونو په مقابل کښې کلک ودریږي او د الاقصی جومات او د بیت المقدس د دفاع لپاره به د دوې لاسونه د ټوپک په لیندۍ کیښودل شوي وي .

د قدس نیواکګر رژیم تل په بیت المقدس ښار کښې د فلسطین او د اسلامي هویت د اصلي بیلګې په توګه په الاقصی جومات کښې ورانونکي اقدامات ترسره کړي دي .