May 26, 2022 13:57 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم د سردار خدایي په ټرور اعتراف وکړ

صهیونیستي رژیم امریکې ته ویلي چي د ایران د وسله والو ځواکونو د یو ډګروال ټرور د دې رژیم له لوري تر سره شوی دی.

د رواني اوونۍ د یکشنبې په ورځ د حرم مدافع او د سپاه پاسداران ډګروال صیاد خدایي چي تر دې مخکې په سوریه کې داعش سره په مبارزه کې کارنده رول ادا کړی و په تهران کې خپل د کور مخته شهید کړای شو.

د امریکې مشهوري ورځپاڼې نیویورک ټایمز ولیکل چي د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر ویاند په دې هکله له خبرو ډډه کړې لیکن د دې رژیم یو استخباراتي چارواکی امریکې ته خبر ورکړی چي دغه ټرور د اسرائیل د ایجنټانو له خوا تر سره شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوی قومندان د دې جنایت په غبرګون کې ویلي چي د صیاد خدایي شهادت بې ځوابه نه پاتي کیږي او له دښمن څخه به یې غچ واخلو.

 

 

 

 

 

ټیګونه