د ښارګي میشتوالي توهم په مقاومت سره دړې وړې کړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116538-د_ښارګي_میشتوالي_توهم_په_مقاومت_سره_دړې_وړې_کړو
د صهیونیسټي رزیم تیري ګرو پوځیانو پرون په بیت لحم سیمه کښې زید محمد سعید غنیم په نامه ۱۵ کلن ماشوم په ډزو شهید کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2022 11:51 Asia/Kabul
  • د ښارګي میشتوالي توهم په مقاومت سره دړې وړې کړو

د صهیونیسټي رزیم تیري ګرو پوځیانو پرون په بیت لحم سیمه کښې زید محمد سعید غنیم په نامه ۱۵ کلن ماشوم په ډزو شهید کړ

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) د فلسطیني ماشوم د جنازې په دستورو کښې وویل: فلسطینیان به په خپل مقاومت سره په ښارګیو کښې د صهیونیسټانو د میشت کیدو توهم مات کړي.شهاب خبري سایټ لیکلي چې حماس نن سهار د دغه فلسطیني ماشوم د جنازې مراسم ترسره کړل او په کښې یې یوه خبرپاڼه خپره کړه.

حماس په دغې بیانیې کښې ټینګار وکړ: زمونږ په پلرني او له ویاړه ډک ټاټوبي کښې د شهیدانو قافله هغه څراغونه دي چې زمونږ ولس ته د آزادۍ او خپلواکۍ لاره روښانه ساتي، په خپل وطن کښې زمونږ د خلکو مقاومت او پایداري هغه کاڼی دی چې د صهیونیسټانو د ښارګي جوړونې او نیواکګرۍ توهم ماتوي.

حماس هم داشان ویلي دي: زمونږ مقاومت به د استکبار او د نیواکګر صهیونیسټي رژیم جنایتونه بند کړي، هغه مقاومت چې هر څومره اوږد شي، محدود او ختم به نه شي.