مسجدالاقصی کښې په شوې نښته کښې ۴ صهیونیسټي پوځیان زخمي شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116684-مسجدالاقصی_کښې_په_شوې_نښته_کښې_۴_صهیونیسټي_پوځیان_زخمي_شول
په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو او فلسطینیانو ترمینځ بیاهم نښته شوې چې له امله یې د دغه رژیم څلور پوځیان او هم داشان درې فلسطینیان ژوبل شوي دي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 01, 2022 06:44 Asia/Kabul
  • مسجدالاقصی کښې په شوې نښته کښې ۴ صهیونیسټي پوځیان زخمي شول

په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو او فلسطینیانو ترمینځ بیاهم نښته شوې چې له امله یې د دغه رژیم څلور پوځیان او هم داشان درې فلسطینیان ژوبل شوي دي

په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو او فلسطینیانو ترمینځ بیاهم نښته شوې چې له امله یې د دغه رژیم څلور پوځیان او هم داشان درې فلسطینیان ژوبل شوي دي

یوشمیر صهیونیسټي ښارګي میشتو پرون د اسرائیلي پوځیانو په ملاتړ سره په سلوان ښارګي باندې برید وکړ او هلته یې د خلکو ګاډي ویجاړ کړل او د سیمې له اوسیدونکو فلسطینیانو سره ونښتل.

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي چې په یاده نښته کښې په وادي الربابه سیمې باندې د صهیونیسټي ښارګي میشتو د حملې په نتیجه کښې درې فلسطینیان ژوبل شوي دي.

فلسطیني سرچینو ویلي چې صهیونیسټي پوځیانو د دغه ښارګي د اوسیدونکو خلاف زهرجن ګیس استعمال کړ او ۲ فلسطینیان یې ونیول.