حماس:
هراړخیز مقاومت د فلسطین د آزادولو یوازنۍ لاره ده
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) وویل، پراخ او هراړخیز مقاومت د فلسطین د خاورې او مقدساتو د آزادولو او د حقوقو د اخیستو یوازنۍ لاره ده
حماس پرون په ۱۹۶۷ کال کښې د اسرائیلو د یرغل د ۵۵ کلیزې په مناسبت یوې خبرپاڼې کښې څرګنده کړه: مقاومت په هر ځاې کښې د فلسطین د ولس د یوموټي کولو او د نیواکګرو د کنټرولولو او له تیري ګرو سره د مقابلې او ورسره د مقابلې د معادلاتو د اپوټه کولو لپاره د خپل مقاومت قدرت ثابت کړ او پراخ مقاومت د فلسطین د ټاټوبي او مقدساتو د آزادولو او د حقوقو د ترلاسه کولو یوازنۍ لاره ده.
د حماس په خبرپاڼه کښې هم داشان راغلي دي: د نیواکګرو جنایتونه او پرله پسې وژلي او په خاورې، ولس او مقدساتو او په سر کښې یې په مسجدالاقصی باندې تیري به د امنیت د تامینیدو او د دې خاورې په یو لویشت باندې د ادعايي حاکمیت سبب نه شي او نیواکګر به ونه توانیږي چې د فلسطین د ولس هوډ او اراده ماته کړي او د فلسطین ولس به د خپلو ټولو ملي حقوقو تر اخیستو پورې خپله روا مبارزه جاري وساتي.
حماس له صهیونیسټي دښمن سره د اړیکو د ښه کولو د لارې د پریښودو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: په دې غلطه لاره تګ یوازې د نیواکګرو په ګټه دی او د فلسطین د ولس، ټاټوبي او مقدساتو خلاف د هغې ترهګرې د زیاتیدو سبب کیږي او په ملي عربي او اسلامي امنیت کښې د نفوذ لاره خلاصوي او د هغه ثبات او د ولسونو ګټو ته تاوان رسوي.