Jun 09, 2022 14:44 Asia/Kabul
  • د اسرائیل د پاشلتیا څخه د مخنیوی لپاره هیڅ نه شو کولای

د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر اعتراف وکړ چي نور د خپل دولت د ړنګېدو مخنیوی نه شي کولای.

د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر اکونومیست سره په مرکه کې وویل: رامینځ ته شوی سیاسي ائتلاف په ړنګېدو دی او په کنسټ کې یې خپل اکثریت د لاسه ورکړی دی او د غړو تر مینځ یې اختلافات زیات دي.

بنت اعتراف وکړ چي د خپل دولت د ړنګېدو مخه نه شي نیولای او له خپلو ملګرو غوښټنه وکړه چي نور دې ګډوډیو ته لمن نه وهي.

هغه ادعا وکړه چي غواړي د اسرائیل وسله ایز پروګرامونه تر ایران پیاوړي کړي او په ټکنالوجی کې په ایران باندې برلاسه شي.

د صهیونیستي رژیم د ړنګېدو اندېښنې د دې رژیم په امنیتي او استخباراتي چارواکو کې زیاتې شوي او په دې هکله یې په ځلونو خبردارۍ ورکړي دي.

 

 

 

 

ټیګونه