د موساد مخکنی مشر:
اسرائیل خپله ځان ته تر ټولو ستر ګواښ دی
د موساد د استخباراتو مخکنی مشر وویل چي له ۱۹۶۷ میلادي کال را په دې خوا د یوې ځانګړې اسټراتیجۍ نه شتون د دې رژیم د بقا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
د اسرائیلي ورځپانې یدیعوت احارانوت له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم د استخباراتو مخکنی مشر تامیر پاردو د دې په بیانولو چي تر ټولو ستر ګواښ د اسرائیل د موجودیت لپاره فلسطینیان نه دي زیاته کړه چي خپله اسرائیل ځان ته تر ټولو ستر ګواښ دی.
هغه یادونه وکړه چي اسرائیل د ۱۹۶۷ میلادي کال له جګړې وروسته، هیڅ استراتیجي نه ده درلودلې او د دې رژیم هیڅ یو چارواکی نه شي کولای چي د راتلونکي ۳۰ کلونو لپاره د یوه یهودی هیواد د جوړولو لپاره خپل لیدلوری بیان کړي.
تامیر پاردو همدارنګه تاکید وکړ چي د ځان ړنګونې سیسټم چي له کلونو مخکې په اسرائیل کې پیل شوی، د دې رژیم په وړاندې تر ټولو ستر ګواښ بلل کیږي. اسرائیل د پاشلي کېدو په حال کې دی او یوه حساس او تاریخي پړاو تجروبه کوي چی د کورني اختلافاتو سره تړاو لري.
د موساد مخکنی مشر، تېره اوونۍ هم په برتانیې کې په خپلو وېناو کې د اسرائیلي رژیم د پارلمان اوسني حالاتو ته په اشارې سره، ویلې وه چي اسرائیل خپله ځان ورانوي.
تر دې مخکې د اسرائیل مخکنی لومړی وزیر ایهود باراک هم د دې رژیم د موجودیت د اعلانولو د اتیایمي کلیزي په درشل کې د صهیونیستي رژیم له ړنګېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.