په یمن کښې اوربند تقریبا لغو شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117140-په_یمن_کښې_اوربند_تقریبا_لغو_شوی_دی
فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف په تیریو باندې د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د دغو اقداماتو په خاطر په یمن کښې اوربند تقریبا لغو شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2022 00:45 Asia/Kabul
  • په یمن کښې اوربند تقریبا لغو شوی دی

فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف په تیریو باندې د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د دغو اقداماتو په خاطر په یمن کښې اوربند تقریبا لغو شوی دی.

هغه پرون د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د الوتونو په لغو کولو نیوکه وکړه.

المشاط وویل د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د صنعا له هوايي ډګر  څخه د الوتونو پرله پسې لغو کول سبب شوي چې اوربند تقریبا له مینځه لاړ شي.

په یمن کښې د سعودي عربستان ، د متحده عربي اماراتو، امریکا ، اسرائیلو ، بریتانیا او د نورو هیوادونو جنګ غوښتنه تراوسه د سلګونو زره خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د څه د پاسه څلور میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي ده.