د فلسطین مقاومت له تیري سره مقابلې ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118616-د_فلسطین_مقاومت_له_تیري_سره_مقابلې_ته_تیار_دی
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ وویل چې مقاومت د صهیونیسټي رژيم له هر ډول تیري سره مقابلې ته چمتو دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2022 03:01 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت له تیري سره مقابلې ته تیار دی

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ وویل چې مقاومت د صهیونیسټي رژيم له هر ډول تیري سره مقابلې ته چمتو دی

د دغه غورځنګ یو مشر احمد المدلّل پرون وویل: د صهیونیسټي رژیم د موقته وزیراعظم دړکې د هغه انتخاباتي تبلیغات دي او د صهیونیسټانو د خوشالولو په موخه یې مطرح کوي او مقاومت له هر ډول تیري سره مقابلې ته پوره تیار دی.

هغه زیاته کړه: د صهیونیسټي مشرانو دا ګواښونه نوي نه دي او هغوي ښه پوهیږي چې په غزې باندې هر ډول تیری به دومره اسان نه وي چې لاپیډ یا د صهیونیسټي رژیم نور چارواکي یې فکر کوي.

المدلل څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژیم د پنځم پړاؤ د انتخاباتو په درشل کښې د لاپیډ ګواښونه یوازې تبلیغاتي اړخ لري او دا ډول غواړي چې ځان ته ډیرې راې جمع کړي.

هغه وویل چې صهیونیسټي دښمن د مقاومت د پياوړي کیدو په وجه په سربدالۍ او سرګرداۍ اخته شوی دی.