صهیونیسټان به هیڅکله هم دقدس په یهودي کولو کې بریالی نشي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118786-صهیونیسټان_به_هیڅکله_هم_دقدس_په_یهودي_کولو_کې_بریالی_نشي
صهیونیسټي رژيم  په  وروستیو کلونو کې د فلسطنیانو ډيرې مځکې  او سیمې نیولی دي   او د مقبرو په ورانولو سره ، د اسلامی او عربی هویّت په له مینځه وړلو او په نهایت  کې ئې  دیهودي کولو هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2022 10:21 Asia/Kabul
  •  صهیونیسټان به هیڅکله هم دقدس په یهودي کولو کې بریالی نشي

صهیونیسټي رژيم  په  وروستیو کلونو کې د فلسطنیانو ډيرې مځکې  او سیمې نیولی دي   او د مقبرو په ورانولو سره ، د اسلامی او عربی هویّت په له مینځه وړلو او په نهایت  کې ئې  دیهودي کولو هڅه کوي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي محمد حماده  نن دقدس ښار د وروستي وضعیّت په باب ووئيل ، دفلسطنیانو دکورونو د ړنګولو اوپه قدس کې د آبادۍ دمخنیوي حکم به هیڅکله هم  ونه توانیږي ، ددغه اسلامی او تاریخي ځاي نښې  نښانې  او آثار  له مینځه یوسي .

صهیونیسټي رژيم  په  وروستیو کلونو کې د فلسطنیانو ډيرې مځکې  او سیمې نیولی دي   او د مقبرو په ورانولو سره ، د اسلامی او عربی هویّت په له مینځه وړلو او په نهایت  کې ئې  دیهودي کولو هڅه کوي .

 محمد حماده  دغه راز ووئيل،  په تیرو شپو ورځو کې په نیواکي قدس کې د ښاری تاسیساتو  او کورنو د ړنګولو  او په کنډوالو دبدلولو  دلسګونو فرمانونو صادریدا او ددغو اقداماتو د پراختیا لپاره د نیواکګرو  نیّت ، په دغه  مقدس ښار کې د صهیونیسټانو یو نوی جنایت او د فلسطینیانو دموجودیّت په ضد یو ښکاره جنګ دی.

 حماده روښانه کړې ده،نیواکګر رژيم به هیڅکله هم کامیاب نشي ، فلسطنیان  د شوي عمل په وړاندې تسلیم کړي او  دقدس تاریخي آثار له مینځّه یوسي .

 د حماس غورځنګ ویندوي ټینګار وکړ ،قدس ښار په بشپړ ډول  د فلسطین یو ټاټوبی دی  او نیواکګر هیڅکله  ورباندې حاکمیّت نه لري او د فلسطین مقاوم او هوډ من ملت به  پخپل ټاټوبی کې ثابت پاتې شي  او له دغه   لیونتوبه ډک جنګ سره به  پخپلو ټولو  امکاناتو سره مقابله وکړي .امریکا هرڅومره هڅه وکړي ، د صهیونیسټانو پر جنایتونو  برغولی کیږدي ،خو هیڅکله به پکې بریالۍ نشي .