انصار الله په مکه مکرمه کښې د صهیونیسټي خبریال شتون وغنده
(last modified Sat, 23 Jul 2022 08:18:03 GMT )
Jul 23, 2022 12:48 Asia/Kabul
  • انصار الله په مکه مکرمه کښې د صهیونیسټي خبریال شتون وغنده

د یمن د انصار الله سیاسي دفتر مکې مکرمې ته د تګ لپاره د صهیونیسټي رژيم خبریال ته د عربستان له خوا د مجوز  صادریدل په کلکه وغندل

د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن د ۱۳ چینل خبریال ګیل تاماري عربستان ته د امریکې د ولسمشر جوبایډن د سفر په دوران کښې د مکې د مقدس ښار کتنه وکړه.

د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر په یوې خبرپاڼې کښې ټینګار وکړ چې مکې ښار، د عرفات غر او نورو مقدسو ځایونو ته د صهیونیسټي چینل د خبریال سفر څرګند سپکاوی او د اسلامي مقدساتو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د احساساتو راپارول دي.

د انصار الله د سیاسي دفتر په خبرپاڼه کښې ټینګار شوی دی، کومې اسانتیاوې چې د عربستان حکومت د یهودیانو لپاره په نظر کښې نیولې دي، هغه داسې مهال دي چې د ریاض حکومت میلیونونه مسلمانان د حج په مراسمو کښې ګډون ته نه دي پریښې.

انصار الله غورځنګ په دغې خبرپاڼې کښې د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د عربستان د سیاستونو خلاف یو ولسي او اغیزناک اقدام او یو جدي دریځ غوره کړي.

 

ټیګونه