د تل ابیب په جنوبی سیمو دمقاومت په سلګونو توغندي ووریدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119406-د_تل_ابیب_په_جنوبی_سیمو_دمقاومت_په_سلګونو_توغندي_ووریدل
د صهیونیست رژيم  جنګي الوتکو پرون  مازدیګر  دغزې تړانګې په مختلفو هستوګنو سیمو سخته بمباري کړې چې له امله ئې د اسلامی جهاد غورځڼګ دیوه نامتو قوماندان پشمول  اته  کسان شهیدان او۵۲نور هم ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2022 02:55 Asia/Kabul
  • د تل ابیب په جنوبی سیمو دمقاومت په سلګونو توغندي ووریدل

د صهیونیست رژيم  جنګي الوتکو پرون  مازدیګر  دغزې تړانګې په مختلفو هستوګنو سیمو سخته بمباري کړې چې له امله ئې د اسلامی جهاد غورځڼګ دیوه نامتو قوماندان پشمول  اته  کسان شهیدان او۵۲نور هم ټپیان شوي دي.

فارس خبری اژانس راپور ورکړ،د فلسطین دمقاومت مبارزو ډلو په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم  د حملو په ځواب کې د تل ابیب په جنوبي او دغزې په شاوخوا ښارګوټو په سلګونو توغندوي وویشتل.

د صهیونیست رژيم  جنګي الوتکو پرون  مازدیګر  دغزې تړانګې په مختلفو هستوګنو سیمو سخته بمباري کړې چې له امله ئې د اسلامی جهاد غورځڼګ دیوه نامتو قوماندان پشمول  اته  کسان شهیدان او۵۲نور هم ټپیان شوي دي.

 د فلسطین د مقاومت مبارزو ډ لو  ګډې کوټې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، ددښمن  تیري به کلک ځواب وویني  او  ددوي خوبونه به حرام کړو.

په راپور کې وئيل شوي دي،د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ پوځي څانګې سرایا القدس وئیلي دي ،چې تل ابیب اود نیواکي فلسطین مرکزي ښارونه او دغزې شاوخوا ښارګوټي  ئې په څه دپاسه سلو توغندیو سره ویشتي چې  داور لمبې پکې پورته شوي دي .

راپورونه ښئ چې  دتل ابیب اویافا ښاروالیو  د پناه ځایونو دروازې پرښارګوټو اوسیدونکو خلاصې کړي دي او  اعلان ئې کړی چې وضعیّت خطرناک دی او خلک دې پناه ځایونو ته پناه یوسي .دغه راز صهیونیسټي پوځ  په تل ابیب او نیواکي قدس کې  خپل تش په نامه وسپنیز ډال دفاعی سسټمونه هم فعال کړي دي. خو بیا هم دمقاومت توغندي په دغو ښارونو لګیدلي او د اور لمبې ئې پورته کړي دي .

د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې چې  وحشي تیریګرو جنګ پیل کړی او له سره همدااوس له نیواکګرو سره  اوربند ختم شوی او باید دوي دې دخپلو تیریو د غاښ ماتونکي ځواب په تمه ووسي. هغه روښانه کړې ده،د پرونیو تیریو کلک ځواب به دتوغندي په ژبه ورکړو او هیڅکله به  دغه تیري بې ځوابه پاتې نشي .

Image Caption
Image Caption