د ایران دپوځ د ۱۴۰۱کال ډرونز ګډه مانوره نن پیلیږي
له ماډرن ټيکنالوجیو څځه استفاده،ډير زیات سرعت او دقت او دډول ډول الوتونو په سویه مخه نیونکي قدرت،د ایران له دفاعي او مخه نیونکو سستمونو څخه د تیریدا امکان سخت او حتی ناممکن کړی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي امیرا لبحر حبیب ا... سیاري نن چارشنبې ورځې د پوځ د څلورو واړو ځواکونو په شتون سره دپوځ د ۱۴۰۱کال دډرونز ګډې مانورې د ترسره کیدا خبر ورکړ او وې وئيل ،هغه نوي ډرونز چې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمتخصصانو ،د ایران ددفاع وزارت دصنائعو دځوانانو او دهیواد په سطح د پوهه بنسټه شرکتنو په ملګرتیا سره تولید شوي دي په دغې سترې مانورې کې به وآزمویل شي.
د ایران اسلامی جمهوریت د امنیت دساتلو لپاره خپل دفاعي ظرفیّتونه له ګواښونو سره په تناسب کې زیات کړي دي ، په دې توګه چې نن سبا ځاي پرمختللي دفاعي سسټمونه او د دهیواد په دفاعي جوړښت کې د پوځي قدرت له مدعي هیوادونو سره د سیالۍ وړ مخه نیونکي تجهیزات کارول شوي دي.
له ماډرن ټيکنالوجیو څځه استفاده،ډير زیات سرعت او دقت او دډول ډول الوتونو په سویه مخه نیونکي قدرت،د ایران له دفاعي او مخه نیونکو سستةونو څخه د تیریدا امکان سخت او حتی ناممکن کړی دی.
امیر البحیر سیاري زیاته کړې ده ،دډرونز پوځي توانمنۍ او کنټرول او د وسلو قدرت او دقت ، ددوامدارو الوتونو اندازه ، د ګائيډيډ سسټمونو وړتیاوې هغه موردونه دي چې په دغې مانورې کې به وآزمول او وارزول شي .په دغې مانورې کې د وخت د ګواښونو په اساس ترسره شوي ټرینینګونه او د ځوانو ځواکونو دتجروبو منتقلول، د مانورې نوره ځانګړنې او موخې دي او دا لومړنۍ ځل دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دپوځ او دهیواد دهوافضا دفاعي ګډ غونډ د څلورو واړو ځواکونو په سویه د ډرونز ګډه مانوره اجرا کیږي او داسې مانوره ده چې د فارس خلیج له ګرّمو اوبو اوپه جنوب کې دعمان سمندره رانیولې د هیواد تر ختیځي ، لویدیځي او شمال او مرکزي سیمو پورې په سیمو کې ترسره کیږي. او په دغو مانورو کې څه دپاسه یو سل پنځوس ډول ډول ډرونز برخه اخلي او خپلې وړتیاوې به نندارې ته وړاندې کړي .