د لبنان حزب الله د سیمې معادلات بدل کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ:حزب الله سیمه ییز معادلات بدل کړي دي.
هغه په تهران کښې د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې په غونډې کښې وویل همدا اوس په سیمه کښې غالب کړچار د صهیونیسټ رژیم د تثبیت لپاره له هڅې ، په لویدیځ باندې د اړوندوالي له دوام او له لالهاندۍ او تسلیمیدا څخه ، د فلسطین د ازادۍ لپاره مبارزې ، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د ملتونو هڅې ، مقاومت ، پایدارۍ او د عزت او کرامت ترلاسه کولو ته بدله شوي ده.
د لبنان د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم د مسلمانانو ترمینځ د اتحاد او د ملګرتیا په ضرورت باندې ټینګار سره د واحدو او مشترکو ټکو د پیاوړتیا لپاره د لارې د ټاکونکي او د چورلیز په توګه د ولایت فقیه او د مشر تابه د ستر مقام د رول په اهمیت تاکید وکړ.
د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې عمومي غړي کابو اوه سوه (۷۰۰) دي چې د دغه ټولنې د منشور پراساس هر څلور کاله وروسته غونډه کوي او د شیعه ټولنې د ورځنیو مشکلاتو او ضرورتونو او مسائیلو په هکله له یوبل سره خبرې کوي.