تاجیکستان د افغانستان پناه غواړي وباسي
Sep 04, 2022 23:31 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي په تاجیکستان کښې د افغانستان پناه غوښتونکو له دغه هیواد څخه د ایستل کیدا خبر ورکړ.
د افغانستان یوشمیر پناه غواړو پرون وویل د ملګروملتونو د کډوالو له سترې کمشنرۍ څخه د معتبرو قانوني سندونو له لرلو سره سره تاجیکستان په زوره له تاوتریخوالي څخه په ډک چلند سره مونږ له خپل هیواد ایستلي یوو.
د افغانستان دغو پناه غواړو ټینګار وکړ چې په تاجیکستان کښې د دوې ټولې شتمنۍ تړل شوي او پناه غواړي افغانستان ته ورستانه کړې شوي دي.
د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو سترې کمشنرۍ تیره اونۍ له تاجیکستان څخه د افغانستان د پناه غواړو په زوره ایستلو ته په غبرګون کښې د دوشنبې په حکومت غږ کړی و چې دغه کار بند کړي.
ټیګونه