فلسطینیانو په صهیونیسټانو ډیر بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121802-فلسطینیانو_په_صهیونیسټانو_ډیر_بریدونه_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي صهیونیسټي رسنیو بیګا راپور ورکړ چې په تیرې سپتمبر میاشت کښې د فلسطیني مبارزانو لخوا په صهیونیسټانو پینځه اویا ځله ډزې شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2022 01:59 Asia/Kabul
  • فلسطینیانو په صهیونیسټانو ډیر بریدونه کړي

ایرنا خبري اژانس وايي صهیونیسټي رسنیو بیګا راپور ورکړ چې په تیرې سپتمبر میاشت کښې د فلسطیني مبارزانو لخوا په صهیونیسټانو پینځه اویا ځله ډزې شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم اوم ټيلي ويژن راپور ورکړ فلسطیني مبارزانو په تیرې سپتمبر میاشت کښې په صهیونیسټانو پینځه اویا ځله ډزې کړي دي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې فلسطینیانو په صهیونیسټانو باندې د حملو لپاره په تیرې سپتمبر میاشت کښې څلوردیرش لاس بمونه هم کارولي دي.

د صهیونسټ رژیم دغه ټیلي ويژن چینل دغه عملیات د فلسطین نوي انتفاضه وبلله.

په عین حال کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې سرایا القدس پرون وویل د دغه غورځنګ غړیو په یو لړ عملیاتو کښې د جنین په جنوب کښې په ترسله ښارګي کښې په دیره صهیونیسټي عسکرو حمله وکړه.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو هم راپور ورکړ چې نابلس ښارګي ته نږدې د نیواکګر رژيم په پوځیانو باندې د فلسطینیانو په حملې کښې یو نیواکګر عسکر ژوبل شو.

همدا اوس د اردن سیند لویدیځه غاړه د بزدلو صهیونیسټانو لپاره په یوه کمین ځای بدله شوي او د هغوې خوب ورک شوی دی.