پر صهیونیسټي دښمن تر برلاسي پورې به مقاومت ته دوام ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122488-پر_صهیونیسټي_دښمن_تر_برلاسي_پورې_به_مقاومت_ته_دوام_ورکړو
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي ترنهائي بریالیتوب پورې له صهیونیسټي نیواکګرو سره په مبارزې کې د فلسطینیانو د وحدت پر اهمیّت او کلک هوډ ټينګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2022 09:48 Asia/Kabul
  • پر صهیونیسټي دښمن تر برلاسي پورې به مقاومت ته دوام ورکړو

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي ترنهائي بریالیتوب پورې له صهیونیسټي نیواکګرو سره په مبارزې کې د فلسطینیانو د وحدت پر اهمیّت او کلک هوډ ټينګار وکړ.

  فلسطینیو مقاومتي ډلو  په کرتو ټینګار کړی دی تر هغه وخته چې  د فلسطینی ولس په وړاندې د صهیونیسټانو جنایتونه دوام ولري، د فلسطین د ولس صهیونیسټ ضده  عملیات به هم دوام ولري.

 المیادین ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ، د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ  عمومی منشي زیاد النخاله په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د فلسطین مقاومت به د اردن سین د لویدیځي غاړې د پيښو په وړاندې له خپلو مسئولیّتونو او دندو غفلت ونه کړي.

 زیاد النخاله  ووئيل،د اسلامی جهاد غورځنګ هر وخت چې ضرورت ایجاب کړي ، په میدان کې  دی.

هغه پر صهیونیسټي دښمن تر نهائي بریالیتوب پورې د فلسطین د ولس او مقاومتي ډلو ترمینځ د وحدت پر اهمیّت ټينګار وکړ.د یاددولو ده چې د فلسطین مقاومتي ډلې په دې اند دي چې په درست فلسطین کې د قدس له نیواکګررژيم سره جنګ څرګند او هراړخیز دی  او د اسرائيلو د جنایتونو او ظلمونو دوام د یوازینۍ ژغرونکي ټاکنې په توګه د مقاومت په لاره کې د حرکت لپاره د فلسطین د ولس په هوډ کې هیڅ خنډ نشي رامینځةکولی.