د فلسطیني شهیدانو شمیر ۱۷۴ ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122524-د_فلسطیني_شهیدانو_شمیر_۱۷۴_ته_ورسید
د فلسطین روغتیا وزارت د یو فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړ او ویې ویل: د روان کال له پیل څخه ۱۷۴ فلسطینیان شهیدان شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 10:14 Asia/Kabul
  • د فلسطیني شهیدانو شمیر ۱۷۴ ته ورسید

د فلسطین روغتیا وزارت د یو فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړ او ویې ویل: د روان کال له پیل څخه ۱۷۴ فلسطینیان شهیدان شوې دي.

صهیونیسټ پوځیان او ښارګي میشتي هره ورځ په مختلفو پلمو د فلسطین مظلوم خلک وژني، زخمي کوي او نیسي یې.

د فلسطین روغتیا وزارت نن سهار وویل چې ۱۶ کلن محمد فادي نوري چې تیره میاشت په لویدیځې غاړې کښ د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو لګیدلی و، شهید شو.

دغه فلسطیني ځوان څو اونۍ مخکښې په خیټه لګیدلی و او تراوسه یې په روغتون کښې درملنه روانه وه.

د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، د روان ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې ۱۷۴ تنه فلسطینیان شهیدان شوې دي چې ۴۱ په کښې ماشومان دي.

په دې لړ کښې په نیواکي ټاټبي کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکې لوسیا اِلمي Lucia Elmi)  د ختیځ قدس په شمول په لویدیځه غاړه کښې د تاوتریخنو اقداماتو د زیاتیدو او په تګ راتګ باندې د یولړ بندیزونو له لګیدو څخه اندیښنه ښودلې ده،

هغې وویل: په روان کال کښې د ۲۶ ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۰۵ تنه فلسطینیان د اسرائيلي پوځیانو په لاس شهیدان شوي دي او دا کال له ۲۰۰۶ کال راهیسې ترټولو خونړۍ کال دی. د تیر میلادي کال په پرتله سږ کال د فلسطیني قربانیانو په میاشتني اوسط کښې ۵۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.