فلسطیني زمریانو د اسرائیل رژیم په ځان پورې حیرانه کړی
د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه او په ځانګړې توګه په جنین اونابلس کې وروستیو بدلونونو او د نښتو د جړو د څېړلو لپاره باید د نیواکي فلسطین په داخل کې دوو مهمو بدلونونو ته پاملرنه وشي، یوه د افراطي جریاناتو وده او دوهم بیا د سولې له مذاکراتو او د فلسطیني حکومت له جوړولو څخه د اسرائیل شاتګ دی.
د یادو بدلونونو په نتیجه کې د صهیونیست رژیم په وړاندې د فلسطیني مبارزینو مقاومت په بې سارې توګه پراخه شوې، همدارنګه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستانو زیاته غواړې فعالیتونه او د سیمې په اوسیدونکو او په ځانګړې توګه د صهیونیستي ښارګوتو په شاوخوا کې په میشتو فلسطینیانو د پابندیو زیاتوالې د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د سخت غبرګون سبب شوی دی.
صهیونیست رژیم د فلسطینیانو د ځپلو په موخه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې خپلو جنایاتو ته زور وکړي خو فلسطیني ځوانانو د دغو جنایاتو په ځواب کې خپل عملیاتونه د اسرائیل نیواکي سیمو ته غځولي دي، او د دغو اقداماتو حاصل د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر په توګه د نفتالی بنت د واکمنی په دوره کې پنځه عملیاتونه د دې رژیم په نیواکي سیمو کې تر سره شوي دي.
په مقابل لوري کې صهیونیستي رژیم په خپلو تیریو کې د بیاکتنې پر ځای د ځپونکی په نامه فوځي عملیات پیل کړ او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې په فلسطینیانو باندې په پرلپسې بریدونو سره، ګڼ شمېر فلسطینیان یې ونیول او زندانونو ته واچول.
اوس د یاد یرغلیز عملیات له پیلېدو نه څه کم یو کال وخت تیر شوی خو دغه یرغلونه د صیهونیست رژیم لپاره هیڅ ډول لاسته راوړنې درلودلې نه دي بلکې د دې سبب شوی چي د اردن د سیند لوېدیځه غاړه د سازښت له مرکز نه د مقاومت په مرکز بدل شي په داسي ډول چي اوسمهال د صهیونیست ضد اکثره عملیاتونه له همدغه سیمې څخه تر سره کیږي.
اوس د اردن د سیند لوېدیځه غاړه په فلسطین کې د مقاومتي ډلو د بڼه اخیستلو په مرکز بدل شوی حال دا چي مخکې له دې نه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې مقاومتي فعالیتونه ډېر کم وو، یوه مقاومتي ډله چي نن سبا یې خبرونه زیات خپریږي د عرین الاسود یا د زمریانو ښکارځای په نامه یوه نوې جوړه شوې مقاومتي ډله ده چي صهیونیستان یې له لهاندی سره مخامخ کړی دی، په دې ډله اکثره ن له ۱۵ کلنه نیولې بیا تر ۲۵ کلنه ځوانان شامل دي. صهیونیست رژیم د زمریانو له مقاومتي ډلې سره د مقابلې لپاره د داعش په څېر له چاودنو، موټر بم او نورو ترهګریزو رودو څخه کار اخلي،
که څه هم په وروستیو ورځو کې د یادې مقاومتي ډلې درې مبارزین په شهادت رسېدلي دي خو سره له دې داسي ښکاري چي صهیونیستان د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې له مقاومتي ډلو سره په مقابله کې بې وسه شوي دي، د عرین الاسود د مقاومتي ډلې د اعلان موجودیت په مراسمو کې پنځه زره فلسطیني ځوانان حضور درلوده، خو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د ارین الاسود په څېر نورې ډلې هم موجود دي، لکه سلواد طوباس او یا روجیب ډله، کېدایشي داسي نورې ډلې هم وي چي د مصلحت پر بنیاد باندې د اعلان موجودیت څخه ډډه کړی وي او په پټه مقاومتي عملیاتونه مخته وړي.
د دغو ټولو بدلونونو په نتیجه کې په نیواکي فلسطین او په ځانګړې توګه د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې یوه نوې انتفاضه رامینځ ته شوې ده چي له مخکنیو انتفاضو سره، زیات توپیر لري چي دا مساله د صهیونیست رژیم لپاره یو پیچلی او ستونزمن حالات رامینځ ته کړی دی،
دغو ټولو مسالو ته په کتو سره داسي ښکاري چي د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې رامینځ ته شوی مقاومت صهیونیست رژیم یې یوې تیارې کندې ته ورغورځولی دی.