د جولان نیواکي برخې بیرته ترلاسه کول دمونږ مسلم حق دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122872-د_جولان_نیواکي_برخې_بیرته_ترلاسه_کول_دمونږ_مسلم_حق_دی
 په ملګروملتو  کې د سورئې دایمي استازي ټینګار وکړ،دا د مونږ حق دی چې د جولان له ۱۹۶۷کال راهسې نیول شوي نیواکي لوړې به بشپړ ډول بیرته ترلاسه کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 09:55 Asia/Kabul
  •  د جولان نیواکي برخې بیرته ترلاسه کول دمونږ مسلم حق دی

 په ملګروملتو  کې د سورئې دایمي استازي ټینګار وکړ،دا د مونږ حق دی چې د جولان له ۱۹۶۷کال راهسې نیول شوي نیواکي لوړې به بشپړ ډول بیرته ترلاسه کړو.

د نیواکي جولان سیمه  د سورئې په جنوب لویدیځ کې د القنیطره ولایت یوه برخه ده چې  صهیونیسټي رژيم د ۱۹۶۷کال په شپږ ورځني جنګ کې  ددغې سیمې یوه ستره برخه  نیوله او د ۱۹۸۱کال ددسمبر په څوارلسمه نیټه ئې  په غیر قانوني توګه  له نیواکي برخو سره یو ځای کړه ،خو نړیوالې ټولنې  هیڅکله هم دغه تیریګر اقدام په رسمیّت نه دی پيژندلی.

داپه داسې حال کې دي چې  صهیونیسټي پوځیان وخت په وخت  د لبنان د هوائي حریم په خلاف ورزۍ سره یا د جولان   له نیول شوو لوړو له لارې د سورئې په ختیځ او شمال لویدیځ کې پر  عامو ځایونو  توغندوي بریدونه کوي.  

سانا خبری آژانس راپور ورکړی،په ملګروملتو کې دسورئې دایمي استازي بسام صباغ په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د جولان بیرته ترلاسه کول هغه ثابت حق دی چې  هیڅکله ئې په سر سازباز نه کیږي او  هیڅکله هم ورڅخه لاس نشي وینځل کیدلی،په دې اړه دسورئې دریځ ثابت دی او د دوي د نیواکي ټاټوبو  د آزدولو سره سره مبارزې کې  او د قدس شریف په مرکزیّت د فلسطین د یوه خپلواکه حکومت په جوړیدا کې مونږ  د فلسطینیانو ترڅنګ ولاړ یوو.

په عین حال کې په ملګروملتو  کې د سورئې استازي ددې خبرې په کولو سره چې  د سورئې پر خاورې داسرائيلي نیواکګرو دومدارې  او پوځي حملې ترسره کیږي،څو  له ترهه ګرو ډلو ټپلو سره په مبارزې کې د مونږ قدرت اوتوان کمزوری کړي ،ووئيل،په همداوروستیو کې اسرائيلو په سسټماټيک ډول اوقصدا د غیر پوځي  مرکزونو باندې حملو ته مخه کړې دهچې دا موضوع په سیمې او نړۍ کې سوله اوامنیت په جدي توګه ګواښي.