د دوبئ ۳۵پوړیزه ودانۍ د اور په لمبو کې سوځي
خپرې شوي ویډیوګانې ښئ چې دغه ستره ودانۍ په لوګیو کې پټه ده او وړاندینۍ مخه ئې تر ډیره حده لوو لپه شوې ده. راپور ښئ چې په دغې پیښې کې کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي .
د متحده عربی ا ماراتو خبری سرچینو راپور ورکړیو د متحده عربی اماراتو په ترټولو ستر ښار دوبئ کې د خلیفه ټاؤر سره نزدې په یوه ۳۵پوړیزې سترې ودانۍ کې داور لمبې پورته شوي دي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، نن سهار وختي په دغې ۳۵پوړیز ټاؤر کې اور لګیدلی چې د اور او لوګیو څپې ئې له ډير لیرې ښکاريیدې.البته وروستي راپورونه ښئ چې د اوروژونکي ادارې په وسیله دغه اور پيزواني شوی دی.
داپه داسې حال کې دي چې خپرې شوي ویډیوګانې ښئ چې دغه ستره ودانۍ په لوګیو کې پټه ده او وړاندینۍ مخه ئې تر ډیره حده لوو لپه شوې ده. راپور ښئ چې په دغې پیښې کې کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي .