د اسرائیل له لورې د ښارګوټو جوړول غیرقانوني دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123454-د_اسرائیل_له_لورې_د_ښارګوټو_جوړول_غیرقانوني_دی
په ملګرو ملتونو کې له استعمار سره د مقابلې او ځانګړې سیاسي کمیټې په اکثریت رایو سره، د صهیونیست ښار ګوټو د جوړونې مخالفت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2022 07:53 Asia/Kabul
  • د اسرائیل له لورې د ښارګوټو جوړول غیرقانوني دی

په ملګرو ملتونو کې له استعمار سره د مقابلې او ځانګړې سیاسي کمیټې په اکثریت رایو سره، د صهیونیست ښار ګوټو د جوړونې مخالفت وکړ.

صهیونیست رژیم فلسطینیانو ته په خپلو ځمکو کې د ودانۍ د جوړولو اجازه نه ورکوي څو د اردن په لوېدیځه غاړه کې د هغوی ځمکې لاندې کړي او صهیونیست ښارګوټې پرې جوړي کړي.

د اسرائیل رژیم په فلسطیني میشتو سیمو کې د صهیونیست ښارګوټو په جوړولو سره، د جغرافیوي بدلونونو او په فلسطیني ځمکو د ولکې د ټینګولو پسې دی.

په ملګرو ملتونو کې له استعمار سره د مقابلې او ځانګړې سیاسي کمیټې په اجماع سره، د فلسطیني بې ځایه شویو سره د مرستندویې ادارې د فعالیتونو د دوام لپاره رایه ورکړه  او د صهیونیستي ښارګوتو جوړونه یې غیرقانوني وباله.

د دې راپور سره سم، د یادې کمیټې له لورې د پریکړه لیک تصوبېدا د هاګ په نړیواله محکمه کې د اسرائیل د محاکمې لپاره لاره پرانیزي.

امریکا، ایټالیا، جرمني، اسټرالیا، کاناډا او اسټریا د صهیونیست ضد له پریکړه لیک سره مخالفت کړي دي.

د قدس د چارو کارپوه فخري ابودیاب ویلي چي صهیونیست رژیم د نویو ښارګوټو د جوړولو ۳۸ پلانونه چمتو کړي او غواړې چي د قدس د زاړه ښار په ځینو برخو صهیونیست ښارګوټې جوړي کړي.

هغه زیاته کړه: اسرائیلي رژیم غواړي د قدس له سیمې څخه د مسلمانانو په ایستلو او د صهیونیست ښارګوټو په جوړولو سره، قدس شریف په یهودي میشته سیمه باندې بدله کړي.