بیت لحم کښې صهیونیسټانو یو فلسطیني ځوان شهید کړ
Dec 05, 2022 09:50 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو په بیت لحم کښې د الدهیشه په نامه د کډوالو په کیمپ باندې په حمله کښې یو فلسطیني ځوان شهید کړ
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو په بیت لحم کښې د الدهیشه په نامه د کډوالو په کیمپ باندې په حمله کښې یو فلسطیني ځوان شهید کړ
د فلسطین الیوم خبري سایټ د رپورټ له مخې، نن سهار وختي د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیت لحم ښار کښې په الدهیشه مهاجر کیمپ باندې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د پ،ځیانو په حمله کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو شهید شو او لږترلږه شپږ نور فلسطینیان هم زخمي شول.
ځايي سرچینو خبر ورکړ چې شهید شوی کس عمر مناع نومیږي چې آزاد شوی اسیر و.
د فلسطین (المجاهدین) غوځنګ د دغه فلسطیني ځوان د شهادت په تسلیت سره ویلي چې د شهیدانو وینه، د فلسطین د آزادۍ د لارې بله ډیوه ده.
ټیګونه