د نتانیاهو کابینه د جنایتکاراتو کابینه ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ موقته رژیم د جنګ پخواني وزیر موشه یلعون د بنیامین نتانیاهو د جوړیدا په حال کښې کابینې ته په اشارې سره وویل دغه کابینه د جنایتکارانو کابینه ده.
نتانیاهو د جوړیدا په حال کښې کابینې ته په اشارې سره وویل دغه کابینه د جنایتکارانو کابینه ده.
هغه پرون ټینګار وکړ مونږ له ګډوډ حالت سره مخامخ یوو.
موشه یلعون وویل د اسرائیلو د کورني امنیت راتلونکی وزیر ایتمار بن ګویر داسی مجرم دی چې د ترهګرۍ په برخه کښې د یو دوسیې په شمول له اته قضايي دوسیې لري.
له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم «کان» ټیلي ويژن چینل د لیکوډ ګوند د مشر بنیامین نتانیاهو د کابینې د جوړولو لپاره د خبرو اترو د ماتي خوړولو خبر ورکړ.
مخکې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د فلسطین له ټولو خلکو او ډلو غوښتي وو چې د بنیامین نتانیاهو د کابینې د ناکامه کولو او ورسره د مقابلې کولو لپاره اقدام وکړي.
نن سبا لومړی وزیر نتانیاهو چې د صهیونیسټ موقته رژيم د کابینې د جوړولو کار ورته سپارل شوی دی د سرزورو ګوندونو په شمول د ښي پالې کابینې په جوړولو بوخت دی او دغه موضوع د فلسطینیانو او د نړیوالو ټولنو د اندیښنې سبب شوي ده.