Dec 11, 2022 13:12 Asia/Kabul
  • بریتانیا د یمن د خلکو پرضد جنایت کښې شریکه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی شمیرنې وايي د بریتانیا حکومت سعودي عربستان ته د وسلو دوهم صادرونکی او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف په جنایتونو کښې شریکه ده.

بریتانیا له دوه زره شپاړسم میلادي کال څخه تر دوه زره شلم میلادي کال پورې په نړۍ کښې د وسلو شپږم ستر صادرونکی هیواد دی چې د ټولو وسلو د صادراتو درې اعشاریه درې فیصده یې ځان ته بیل کړي دي.

په دغو کلونو کښې بریتانیا د نړۍ نهه دیرشو هیوادونو ته وسلې صادرې کړي دي چې لویدیځه اسیا سیمه هماغه راز د انګلستان د دفاعي صادراتو تر ټولو ستر بازار دی په دې ډول چې سعودي عربستان له بریتانیا د وسلو ترټولو ستر اخیستونکی هیواد دی.

د اسټکهلم د سولې د تحقیقاتو د نړیوالې موسسې د کلني راپور پراساس امریکا له دوه زره شپاړسم میلادي کال څخه تر دوه زره شلم میلادي کال پورې سعودي عربستان ته نهه اویا فیصده وسلې صادرې کړي دي او له هغه وروسته بریتانیا ریاض ته نهه اعشاریه درې فیصده وسلې صادرې کړي دي.

په عین حال کښې د بښنې نړیوالې موسسې په یوه راپور کښې اعتراف وکړ هغه هیوادونه چې تراوسه د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلاف ته وسلې ورکوي په یمن کښې د جنګ د جنایتونو د شریک په توګه په تاریخ کښې ثبت کیږي.

پراخې نښې نښانې شته چې ښودنه کوي د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلاف ته غیر مسولانه وسله والې حملې د یمن ملګي وګړو ته د زیاتو تاوانونو د رسیدا سبب شوي دي.

 

ټیګونه