صهیونیسټانو دوه فلسطیني وروڼه شهیدان کړل
Dec 18, 2022 04:02 Asia/Kabul
هغه دوه فلسطیني وروڼه چې په ښارګي کښې میشت یو صهیونیسټي قصداً په ګاډي وهلي وو، شهیدان شول
هغه دوه فلسطیني وروڼه چې په ښارګي کښې میشت یو صهیونیسټي قصداً په ګاډي وهلي وو، شهیدان شول
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې، یو اسرائیلي ښارګي میشتي تیر ماښام د نابلس په جنوب کښې د زعتره د تلاشۍ د پوسټې سره نزدې دوه فلسطیني ځوانان په ګاډي ووهل.
دغه جنایتکاره ښارګي میشتي یاد دوه وروڼه چې د خپل موټر د ټایر بدلولو لپاره د سړک غاړې ته اودریدلې وو، په قصدي توګه په خپل ګاډي ووهل او بیا وتښتیده.
په دغې پيښې کښې د محمد په نامه یو ورور په ځاې شهید شو او د مهند په نامه بل ورور یې روغتون ته د منتقلولو په وجه شهید شو.
ټیګونه