په نیواکي ټاټوبوکې تاؤتریخجن شرائط او د نتن یاهوشپږم ځل واکمنیدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125510-په_نیواکي_ټاټوبوکې_تاؤتریخجن_شرائط_او_د_نتن_یاهوشپږم_ځل_واکمنیدا
بینامین نتن یاهو  د کنسټ له استازو د باؤر دراي په ترلاسه کولو سره،یو ځل بیا د اسرائيلو واکمن شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2022 11:34 Asia/Kabul
  • په نیواکي ټاټوبوکې تاؤتریخجن شرائط او د نتن یاهوشپږم ځل واکمنیدا

بینامین نتن یاهو  د کنسټ له استازو د باؤر دراي په ترلاسه کولو سره،یو ځل بیا د اسرائيلو واکمن شوی دی.

بین یامین نتن یاهو وتوانید، د کنسټ له یوسل شلو غړو څخه د درو شپیتو استازو مثبتې راي ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې دي چې  نتن یاهو او دهغه متحدانو د پارلیمان  د نومبر دلومړۍ نیټې په انتخاباتو کې  څلورشپيته څوکۍ ګټلي  وې . دا  له ۲۰۰۹ کال راهسې تردې دمه   نتن یاهو شپږمه کابینه ده چې جوړوي ئې. د بینیامین نتن یاهو کابینې په داسې حال کې  کارپیل کړی چې دا دهغه ترټولو مختلفه کابینه ده.  نتن یاهو له دې مخکې   داسرائیلو څه دپاسه تر پنځلسو کلونو پورې لومړی وزیر ؤ ،خو دا د صهیونیسټي رژيم  دتاریخ ترټولو سرزوري او افراطي کابینه ده. په همدې دلیل  هم کابینې ته د اعتماد د رائ د ورکولو لپاره  دپارلیمان غونډې پیلیدا له ولسی اعتراض سره مخ وه او  په کنسټ کې د نتن یاهو  له وینا سره په یووخت،د پارلیمان داخلی او بهرني شرائط ډير ترینګلی او تاؤتریخجن  وو او په سلګونو کسانو په بهر انګڼ کې  دهغه په ضد غونډه  جوړه کړې وه.

داسې ښکاري نتن یاهو له مخکنیو پړاؤنو سره په پرتله کې  دخپلې صدر اعظمۍ په نوي پړاؤ کې  له لاسختو شرائطو سره مخ شي. هغه  له یوه پلوه د مالی فساد له یو شمیر دوسیو سره مخ دی چې د هغه په ضد داعتراضونو یو دلیل هم همدغه  موضوع ده .له بل پلوه نتن یاهو  په نوي کابینې کې  له هغو کسانو سره چې په کارنامو کې ئې  غلا،فساد،توکمپالنه او ترهه ګراقدامات درج شوي ،ائيتلاف کړی او په داخل او بهر کې د مخالفانو چغې پورته کړي دي.

په داسې حال کې  چې ځيني شناندي باؤري دي  دنتن یاهو شریکان د هغه د کابینې د کمزورئ او  پاشل کیدا سبب ګرځي،یو شمیر هم پخپله نتن یاهو اصلی مشکل ګڼي،ځکه  قدرت ته درسیدا لپاره ئې  له افراط پالو سره ائيتلاف کړی دی. په  همدې لړ کې،په هاآرتص عبری ژبې ورځپاڼې کې  د ګوندي مسئلو یو کارپوه او شناندی یوسی وارتر لیکلي دي ،نوي کابینه ،ډیره متعصبه زوړپال تفکر لرونکي  او خطرناکه ده  او ددې موضوع د اثبات لپاهر  هغو بریاؤ ته  چې  ددغې کابینې سروزورو شریکانو چې  ډير قدرت پکې لري ، او هم  هم هغه ښارګوټي میشته چې  توکمپالنې ،اختلافاتو او مشکلاتو ته په لمن وهلو پسې دي ،اشاره کولی شو،البته  اصلی کیسه اومشکل دا نه دی،بلکې یوازینۍ فرعي  مشکل حسابیږي.  حقیقي خطره  د هغه لومړي وزیر له  پلوه ده چې  له ټولو  ممکنو حدودو او پولو تیر شوی دی  او ټول ارزښتونه او قوانین ئې تر پښو لاندې کړي دي.

پر دې سربیره ، نتن یاهو  په داسې شرائطو کې خپله شپږمه کابینه جوړه کړه چې  صهیونیسټي رژيم  په وروستیو څلورو کلونو کې د ډيرو سیاسی ترینګلتیاؤ او ګډوډیو  شاهد ؤ،په دې توګه چې  په نیواکي ټاټوبو کې  د پارلیمان عمرحتی یوه کال ته هم ونه رسید او له څلورو کلونو هم په کمې مودې کې پنځه ځله پارلیماني انتخابات ترسره شول.که څه هم  دنتن یاهو کابینه له مخکینیو پړاؤنو څخه په لا آسانه جوړه شوه ،خو  له افراط پالو سره دهغه ائيتلاف سبب شوی ،دنتن یاهو سیالان، دکابینې  دوارمخکې دړې وړې کیدا لپاره لازیات هیله من کیدلی شي. پر دې ا ساس په نیواکي ټاټوبو کې د یوې پیاوړي اوتل پاتې کابینې شاهدان نه شو کیدلی.

 له دغو شرائطو سره سره، البته نتن یاهو د پارلیمان په غونډې کې یو ځل بیا د ایران په ضد ادعاګانې مطرح  کړې. نتن یاهو  د کنیسټ  په غونډې کې پخپلې وینا کې مدعي شو چې ایران د ایټم بم په جوړولو پسې دی او د هغه د کابینې لومړیتوب  به  له دې موضوع سره  مقابله وي. داسې ښکاري د نتن یاهو دغه ادعا هم  دهغه د نوي کابینې له دړې وړې کیدا سره بې ارتباطه نه وي او نتن یاهو هڅه کوي، د ایران د موضوع په مطرح کولو سره ، عمومي افکار او  همداراز  په نیواکي ټاټوبی کې  خپل سیالان ، له سیاسی ګډوډیو او دکابینې د دړې وړې کیدا څخه  ورتیر دموضوعګانو په لور منحرف کړي.