له فلسطینه په ملاتړ کې دعراق دریځونه تل ثابت دي  
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126016-له_فلسطینه_په_ملاتړ_کې_دعراق_دریځونه_تل_ثابت_دي
عراق به هیڅکله هم د فلسطین د ملت او ددوي له ګټو پرته بل دریځ غوره نه کړي او تل  به په ټولو مرحلو اودریځونو کې د فلسطین ملاتړي وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2023 09:16 Asia/Kabul
  • له فلسطینه په ملاتړ کې دعراق دریځونه تل ثابت دي  

عراق به هیڅکله هم د فلسطین د ملت او ددوي له ګټو پرته بل دریځ غوره نه کړي او تل  به په ټولو مرحلو اودریځونو کې د فلسطین ملاتړي وي.

د عراق  لومړي وزیر،د ملی حکمت غورځنګ مشر  او د عصائب اهل الحق عمومی منشي د فلسطین په ملاتړ کې د خپل هیواد پر ثابتون دریځونو ټینګار وکړ.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د عراق لومړی وزیر محمد الشیاع السوډاني  پرون ناوخته د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر له استازي جبریل الرجوب سره په کتنې کې د فلسطینی ملت حقوقو ته د رسیدا لپاره له فلسطینه پر ملاتړ ټينګار وکړ. هغه روښانه کړه ،د فلسطین د عادلانه آرمان په وړانډې  دعراق دریځونه تل ثابت دي.

له بل پلوه جبرائیل الرجوب  د عراق د عصایب اهل   الحق غورځنګ له عمومی منشي قیس  الخزعلی  او د عراق د ملی حکمت غورخنګ له مشر عمار حکیم سره  په کتنې کې د دوواړخیزو اړیکو په باب  خبرې اترې وکړې او  له فسطین څخه په ملاتړ او له استکبار او صهیونیسټ رژيم سره پر مبارزې ټينګار وکړ.

سید عمار حکیم هم په دغې کتنې کې ووئيل،  عراق به هیڅکله هم د فلسطین د ملت او ددوي له ګټو پرته بل دریځ غوره نه کړي او تل  به په ټولو مرحلو اودریځونو کې د فلسطین ملاتړي وي.