د یمن حکومت د عمان له پلاوي سره مثبتې خبرې  شوي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126336-د_یمن_حکومت_د_عمان_له_پلاوي_سره_مثبتې_خبرې_شوي
عمان له تیرو څو میاشتو راهسې د یمن او د سعودي ائيتلاف دسرغنې په توګه د عربستان  ترمینځ  دمینځګړیتوب  رول لوبوي  او د مسقط حکومت هڅه کوي څو د یمن د شخړې سیاسی حل لاره ترلاسه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2023 02:46 Asia/Kabul
  •  د یمن حکومت د عمان له پلاوي سره مثبتې خبرې  شوي 

عمان له تیرو څو میاشتو راهسې د یمن او د سعودي ائيتلاف دسرغنې په توګه د عربستان  ترمینځ  دمینځګړیتوب  رول لوبوي  او د مسقط حکومت هڅه کوي څو د یمن د شخړې سیاسی حل لاره ترلاسه کړي.

د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط پرون په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړه، د انساني مسئلو په تیره بیا د کارکونکو دحقوقو د ورکولو په موضوع کې  د  عمان له پلاوي سره  په خبرواترو کې مثبتو نتیجو او آئيډیاؤ ته رسیدلي یوو.

 المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ،  د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط پرون  د یمن  له لومړي وزیر  او د پارلیمان له مشر  او د شورا له غړو سره په یوې ناستې کې  ووئیل،  د یمن له پلاوي سره  په خبرواترو او همفکرۍ کې  د دیمن د مختلفو  ادارو  دکارکونکو  د حقوقو د ورکولو ، دتیلو او ګیسو د عایداتو دترلاسه کولو، د صنعا د هوائي ډګر او دالحدیده بندر د پرانیستلو  او  دغه راز د بندیانو دمبادلې ا و د ارتباطي لارو د پرانیستلو  او د نورو انساني مسئول په باب مثبتو آئيډیاؤ ته رسیدلي یوو.

په دغې غونډې کې ګډون کونکو  هم د انساني مسئول حل د نورو چارو او موضوعګانو د حل لپاره یوه لاره چاره بللې  او په یمن کې ئې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره دعمان د پاچا  او مسئولانو د  هلوځلو قدرونه وکړه او دغه  راز ئې  د   هراړخیزې او عادلانه سولې ته درسیدا په خاطر  دهلوځلو  پر دوام ټينګار وکړ.

عمان له تیرو څو میاشتو راهسې د یمن او د سعودي ائيتلاف دسرغنې په توګه د عربستان  ترمینځ  دمینځګړیتوب  رول لوبوي  او د مسقط حکومت هڅه کوي څو د یمن د شخړې سیاسی حل لاره ترلاسه کړي.