د فلسطین د شهیدانو وینه به آزادي رامینځته کړي
Jan 28, 2023 09:41 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله مشر ټینګار وکړ چې وینه پر تورې بریالۍ ده
د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټانو نوي جنایت او ورسره د فلسطیني مبارزانو میړنۍ مقابلې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د فلسطیني شهیدانو وینه به آزادي رامینځته کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان د حزب الله مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم په یو ټویټ کښې ولیکل: د جنین مقاومت د راتلونکي انځورونه ده او د شهیدانو وینه، د آزادۍ د تخم کرل دي.
نعیم قاسم زیاته کړه: له دې امله چې فلسطین د حق او حقیقت قطب نما دی، ولس او مبارزان یې بریالي دي او صهیونیسټان به حتی که د نړۍ ظالمان او مستکبران هم ورسره ملګري شي، نابود به شي.
د لبنان د حزب الله مشر هم داشان ټینګار وکړ: وینه پر تورې بریالۍ ده.
ټیګونه