داعش ترهګرې ډلې د سوریې ۵۳ وګړي ووژل
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د سوریې د حمص ولایت په ختیځ کښې په ملکي وګړو باندې د داعش ترهګرې ډلې په څاروري ډوله برید کښې درې پنځوس کسان وژل شوي.
د سوریې د حمص ولایت دښتې او د تدمر ښار شاوخوا سیمې له ترهګرو د پاکیدا له کلونو کلونو تیریدا وروسته اوس هم کله نه کله د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د حملو کتونکي دي.
د سوریې سرچینو د داعش ترهګرې ډلې په حملې کښې د حمص ښار د ختیځ په خوا کښې په السخنه سیمه کښې د قارچ یعني د ځمکې د غوښې د راټولولو په وخت د دریو پنځوسو بې ګناه ښاریزو د وژل کیدا خبر ورکړ.
داعش ترهګرو له ګاونډې سیمې نیغ په نیغه په ملګي وګړو ډزې وکړې او راپورونه وايي چې داعش ډلې ځینې کسان هلته په ښکاره ډول اعدام او پانسي کړي دي.
په وژل شویو کسانو کښې یو پوځي افسر او دوه د نړیوالو لاریو لارو ساتونکي هم شامل دي.
په سوریې کښې اوس هم له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني ، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اسرائیل، اردن او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي.