د سورئې په ضد دې غیر قانونی بندیزونه سملاسی لغوه شي
(last modified Wed, 01 Mar 2023 02:03:05 GMT )
Mar 01, 2023 06:33 Asia/Kabul
  • د سورئې په ضد دې  غیر قانونی بندیزونه سملاسی لغوه شي

،سعید ایراواني  پرون ناوخته  دملګروملتو دامنیت شورا په ناستې کې  چې د سورئې په باب جوړه شوې ،ووئيل،په سورئې کې ترینګلو حالاتو ته په پام سره  بایدد انسان دوستۍ مرستې زیاتې شي او  بې توپیره  او بې پلوه رودې سره   او له مشروطولو اوسیاسي کولو پرته دې  وړاندې شي.

په ملګروملتو کې د ایران سفیر اودایمي استازي امیر سعید ایرواني  ددې خبرې په کولو سره چې  په سورئې کې وروستۍ ویجاړونکي زلزلې  ددغه هیواد د انساني غمیزې وضعیّت  لاسخت کړی دی ، ددمشق په ضد ئې غیر قانوني بندیزونه بې قید اوشرطه  د ختمولو او د انسان دوستۍ دمرستو دزیاتولو غوښته وکړه.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ ،سعید ایراواني  پرون ناوخته  دملګروملتو دامنیت شورا په ناستې کې  چې د سورئې په باب جوړه شوې ،ووئيل،په سورئې کې ترینګلو حالاتو ته په پام سره  بایدد انسان دوستۍ مرستې زیاتې شي او  بې توپیره  او بې پلوه رودې سره   او له مشروطولو اوسیاسي کولو پرته دې  وړاندې شي.

ایرواني یادونه وکړه، ایران  هغه لومړنی هیواد ؤ چې  د ترکیې او سورئې  دانسان  دوستۍ غوښتوته ئې  د  بشر دوستانه مرستو په لیږدولو سره  مثبت ځواب ورکړ او مونږ به په ټول توان سره  په سختو شرائطو کې  د   ویجاړونکي زلزلې  څخه  له تاوان موندونکو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړو.په ملګروملتو کې د ایران سفیر  ووئيل،  د سورئې اوسني  انساني بحران ته د لاښې  او جدي توجه لپاره   نړیواله ټولنه باید د سورې د  ولس په ضد  غیر انساني او غیر قانونی بندیزونو پر بشبړ ختمولو تمرکز وکړي، او یو  هغه یو  اړخیز قهرجن اقدامات  چې  د ملګروملتو د  منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده ،خپلو اړتیاؤ ته ئې د سورې د خلکو لاس رسی لاسخت کړی دی  او د ژوند دسټنډرډونو دښه کولو او د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو لپاره ئې  دحکومتي اورګانونو توانمنئ محدودې کړي دي،  چې باید په دې اړه جدي پام وشي او  اړونده نړیوال اورګانونه دې خپل انساي او اصولی دندې وپیژندي.