سعودي عربستان د اسلام تباه کولو ته مخه کړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان خطیب عماد المبیض په خپل هیواد کښې د تفریح نوي پروګرامونه د ځوانانو د بې لاریتوب سبب وبلل او د ال سعود رژیم له لوړرتبه چارواکو یې وغوښتل د اسلام دین د له مینځه وړلو بهیر دې بند کړي.
د سعودي عربستان د باچا عبدالعزیز جومات خطیب او ویناوال عماد المبیض د هیواد باچا سلمان بن عبدالعزیز، ولي عهد محمد بن سلمان او د هغه سلاکار ترکي ال شیخ او د تفریح د ادارې مشر ته په خطاب کښې په دې خبرې سره چې د اسلام دین د له مینځه وړلو او په نورو هویتونو سره د هغه د ځاې ناستي کولو بهیر دې بند او اصلاح کړي وویل هغه څه چې نن سبا په سعودي عربستان کښې روان دي د هغو اصولو پرخلاف دي چې دغه هیواد ورباندې جوړ شوی و.
د عربستان د باچا عبدالعزیز جومات خطیب او امام عماد المبیض وویل سعودي عربستان ډیر قوانین او بندیزونه ختم کړی دي او همدا اوس په ځینو سیمو کښې د نویو هنري فعالیتونو او د ټولنې د دود پرخلاف د پروګرامونو کتونکي یوو داسې چاره چې نه یوازې د کورنیو د اعتراضونو بلکې د مذهبي ادارو د خبرداري سبب هم شوي ده.
د سعودي عربستان د ځوانانو لپاره د حکومتي چارواکو له دود څخه خارج په تفریحي پروګرامونو سربیره له صهیونیسټ رژیم سره د سعودي عربستان د نږدې کیدا سیاست او له دغه رژیم سره د اړیکو عادي کول هم د هیواد د مذهبي ارګانونو او د شخصیتونو د اندیښنې په یوه بل عامل بدل شوي دي.
سعودي عربستان په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو ستر جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی.
د سعودي عربستان ټول سیاستونه او کارونه د مسلمانانو د تباه کیدا او د کمزوري کیدا سبب دي.