د اسرائیلو لومړی وزیر ستر دروغجن دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129264-د_اسرائیلو_لومړی_وزیر_ستر_دروغجن_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړي وزیر او د دغه رژیم د اوسنۍ کابینې د مخالفانو مشر یائیر لاپید وویل اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دروغجن دی او د هغې د کابینې وزیران د ګډوډۍ د رامینځته کولو هڅه کوي.
(last modified 2023-03-09T21:25:13+00:00 )
Mar 10, 2023 01:50 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړی وزیر ستر دروغجن دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړي وزیر او د دغه رژیم د اوسنۍ کابینې د مخالفانو مشر یائیر لاپید وویل اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دروغجن دی او د هغې د کابینې وزیران د ګډوډۍ د رامینځته کولو هڅه کوي.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو پرون ایټالیا ته له سفر مخکې وویل زما کابینې هڅه کړي ده چې له مخالفانو سره تفاهم ته ورسیږي خو هغوې ټولې هڅې رد کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړي وزیر یائیر لاپید په یوه ټویټ کښې د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې وو مونږ تفاهم ته د رسیدا هڅه کوو خو مخالفان د ګډوډۍ د رامینځته کولو کوشش کوي وویل اوسنی لومړی وزیر نتانیاهو له دروغو ویلو لاس نشي اخیستلای.

یائیر لاپید وویل هغه کسان چې د ګډوډۍ د رامینځته کولو کوشش کوي همدا اوس د سترو وزیرانو په توګه د اسرائیلو په کابینې کښې په کارونو بوخت دي او د اور د زیاتولو هڅه کوي.

د صهیونسټ رژيم پخواني لومړي وزیر یائیر لاپید وویل د نتانیاهو کابینه د خبرو لپاره له هرې هڅې سره موافقت نه کوي او خپل  قانون جوړولو ته دوام ورکوي چې اسرائیل په یوه غیر ډیموکراټیک ، سرزوري او مذهبي رژیم بدل کړي.

نیواکي فلسطین نن سبا په اسرائیلو کښې د «دیکتاتورۍ» تر نوم لاندې د صهیونیسټ رژيم د کابینې د قضايي اصلاحاتو په جنجالي لایحې باندې د صهیونیسټانو د پراخو اعتراضونو  کتونکی دی.