عربستان په دمشق کښې خپله کنسولګرۍ خلاصوي
(last modified Mon, 20 Mar 2023 08:21:51 GMT )
Mar 20, 2023 12:51 Asia/Kabul
  • عربستان په دمشق کښې خپله کنسولګرۍ خلاصوي

مهر خبري اژانس راپور ورکړی خبرو سرچینو وویل؛ سعودي عربستان غواړي چې له روژې مبارکې میاشت وروسته د سوریې په پلازمینې دمشق کښې خپله کنسولګرۍ له سره پرانیزي.

سعودي عربستان له دوه زره یولسم میلادي کال راهسې په سوریې کښې له ناکراریو وروسته له دمشق سره خپلې اړیکې غوڅې کړي دي.

خبرو سرچینو اسپوتینک خبري اژانس ته وویل د روسیې او د متحده عربي اماراتو مینځګړیتوب نتیجه ورکړه او عربستان اوس له دولسو کلونو وروسته د سوریې په پلازمینې دمشق کښې د خپلې کنسولګرۍ د بیرته پرانیستلو کوشش کوي.

دغو خبرو سرچینو وویل د ایران او د عربستان ترمینځ په موافقې پسې د بندو ورونو شاته د روسیې او د متحده عربي اماراتو هڅو نتیجه ورکړه او هغه د ریاض او د دمشق د نږدې کیدا سبب شوي دي.

ټاکل شوي ده چې له کوچني اختر وروسته د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان دمشق ته لاړ شي او او په دمشق کښې د ریاض سفارت په رسمي ډول بیرته پرانیزي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان لس ورځې مخکې ټینګار کړی و عرب هیوادونه دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې د سوریې څنګ ته کیدل ګټه نلري او د دغه هیواد مسائیلو په تیره بیا د انساني مسائیلو د حل لپاره ضروري دي له سوریې سره خبرې وشي.

 

ټیګونه