په مسجدالاقصی کښې د جمعې لمانځه دښمنان په قهر کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130028-په_مسجدالاقصی_کښې_د_جمعې_لمانځه_دښمنان_په_قهر_کړي_دي
د قدس د عالي اسلامي کمیټې مشر ټینګار وکړ چې دښمنانپه مسجدالاقصی کښې د جمعې د لمونځ له پرتمینې ترسره کیدنې په قهر شوي دي.
(last modified 2023-03-25T05:49:20+00:00 )
Mar 25, 2023 10:04 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د قدس د عالي اسلامي کمیټې مشر ټینګار وکړ چې دښمنانپه مسجدالاقصی کښې د جمعې د لمونځ له پرتمینې ترسره کیدنې په قهر شوي دي.

په نیواکي قدس او د لویدیځې غاړې په مختلفو ولایتونو کښې اوسیدونکو زرګونو فلسطینیانو د صهیونیسټي پوځیانو د امنیتي اقداماتو د سختیدو باوجود د رمضان د وړومبۍ جمعې د لمانخه لپاره ځانونه له سهار نه د مسجدالاقصی انګڼونو ته ورسول.

المنار چینل خبر ورکړی چې شیخ عکرمه صبري په دې هکله یوې وینا کښې څرګنده کړه: د فلسطیني لمونځ کوونکو په لاره کښې د صهیونیسټي دښمن د خنډونو باوجود د جمعې په ورځ په مسجدالاقصی کښې لکونه لمونځ کوونکي راغونډ شول.

عکرمه صبري زیاته کړه:  د صهیونیسټي پوځیانو د سختو امنیتي تابیاؤ سره سره په مسجدالاقصی کښې د جمعې د لمانځه پرتمینه ترسره کیدنه د دښمنانو د قهر د راپاریدو سبب شوې ده.

له دې مخکښې هم د نیواکي قدس مفتي محمد حسین د اقصی جوماتو او د اسلامي مقدساتو خلاف د صهیونیسټي رژیم د تیریو د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړی و.