نتانیاهو خپل جنګ وزیر څنګته کړ
د ګالانت څنګته کیدا په داسې حال کی ده چی صیهونیسټی رسندویو د اتبار په ورځ د قضایی اصلاحاتو د جنجالی پروګرام پر سر د صیهونیسټ رژیم د لومړی وزیر نتانیاهو په مشرۍ د لیکود په ښی پال ګوند کې د نویو درزونو خبر ورکړ او ویې لیکل چی د دغه ګوند غړي په دو ډلو موافق او مخالف ویشل شوی دي ، تر دې چی نتانیاهو مجبوره شو د واکمن ایتلاف د ګوندونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو حکم صادر کړی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د نتانیاهو په قضایی اصلاحاتو د ګالانت نیوکې سبب شوې چی د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر د هغه د څنګته کولو فیصله وکړی .
د ګالانت څنګته کیدا په داسې حال کی ده چی صیهونیسټی رسندویو د اتبار په ورځ د قضایی اصلاحاتو د جنجالی پروګرام پر سر د صیهونیسټ رژیم د لومړی وزیر نتانیاهو په مشرۍ د لیکود په ښی پال ګوند کې د نویو درزونو خبر ورکړ او ویې لیکل چی د دغه ګوند غړي په دو ډلو موافق او مخالف ویشل شوی دي ، تر دې چی نتانیاهو مجبوره شو د واکمن ایتلاف د ګوندونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو حکم صادر کړی .
ګڼ شمیر معترضانو د نتانیاهو کور مخې ته پراخې مظاهرې کړی دي او پولیسو د معترضانو پرضد حملې کړي دي . له دې سره په یووخت په لسګونو زره معترضانو په تل ابیب او حیفا په شمول څو نورو ښارونو کې هم مظاهرې کړي دي .