یمن د قرآن له سپکاوي کونکو هیوادونو په وارداتو بندیز ولګوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130472-یمن_د_قرآن_له_سپکاوي_کونکو_هیوادونو_په_وارداتو_بندیز_ولګوه
د یمن عالي سیاسي شورا د ملي نجات حکومت ته حکم ورکړ چې له هغو هیوادونو د شیانو په وارداتو بندیز ولګوي چې د قرآن کریم د سپکاوي کولو اجازه یې ورکړې ده
(last modified 2023-04-01T06:56:07+00:00 )
Apr 01, 2023 11:21 Asia/Kabul
  • یمن د قرآن له سپکاوي کونکو هیوادونو په وارداتو بندیز ولګوه

د یمن عالي سیاسي شورا د ملي نجات حکومت ته حکم ورکړ چې له هغو هیوادونو د شیانو په وارداتو بندیز ولګوي چې د قرآن کریم د سپکاوي کولو اجازه یې ورکړې ده

په دې وروستیو کښې په هالینډ، سویډن او ډنمارک هیوادونو کښې د قرآن کریم بې حرمتي شوې چې دا جنایت د مسلمانانو د پراخ قهر او د غندنې د پراخې څپې لامل شوی دی.

د یمن عالي سیاسي شورا د دې شورا د مشر مهدي المشاط په مشرۍ په اروپايي هیوادونو کښې د قرآن کریم د مقدس ساحت بیابیا سپکاوي وغندل او د ملي نجات حکومت ته یې حکم ورکړ چې کومو هیوادونو چې د قرآن کریم د سپکاوي کولو اجازه ورکړې ده له هغو نه دې د شیانو په وارداتو بندیز ولګوي.

المشاط په دغې غونډې کښې د اسیرانو د تبادلې او د ۷۰۶ یمني اسیرانو د ډیر زر آزادیدو په دوسیه کښې د ترلاسه شوې موافقه هرکلی وکړ او د نورو یمني اسیرانو د آزادۍ په موخه د مذاکراتو د نوي پړاؤ د ترسره کیدو هیله څرګنده کړه.