د صهیونیستي رژیم جنایتونه به بې ځوابه پاتې نه شي
Apr 02, 2023 04:40 Asia/Kabul
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوه بیانیه کې په الاقصی جومات کې د صهیونیستیانو په لاس د فلسطیني ځوان د شهادت غندلو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې دا جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي.
د العهد خبري سایټ د راپور له مخې، د حماس غورځنګ په دغه بیانیه کې دې ته په اشارې سره چې زموږ په خاوره او زموږ د ملت په خلاف د صهیونیستي نیواکګرو جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي زیاته کړه، زموږ ملت به له شهيدانو سره پر خپل تړون ولاړ وي او مقاومت ته به دوام ورکوي.
له دې وړاندې هم د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ په یوې بیانیې کې په الاقصی جومات کې د صهیونیستیانو په لاس د فلسطیني ځوان شهادت وغانده او د دغو وحشیانه جنایتونو پر وړاندې د فلسطین د ولس پردوامدار مقاومت ټینګار وکړ.
ټیګونه