صهیونیستي رژیم به ډېر ژر له منځه ولاړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130832-صهیونیستي_رژیم_به_ډېر_ژر_له_منځه_ولاړ_شي
د لبنان د حزب الله د سیاسي شورا غړي پر مسجدالاقصی باندې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په غندلو سره ټینګار وکړ: د صهیونیستي رژیم د تباهۍ وخت به ډېر ژر راورسېږي.
(last modified 2023-04-08T06:05:44+00:00 )
Apr 08, 2023 10:26 Asia/Kabul
  •  صهیونیستي رژیم به ډېر ژر له منځه ولاړ شي

د لبنان د حزب الله د سیاسي شورا غړي پر مسجدالاقصی باندې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په غندلو سره ټینګار وکړ: د صهیونیستي رژیم د تباهۍ وخت به ډېر ژر راورسېږي.

د المیادین خبري ټلویزیون د راپور له مخې، په لبنان کې د حزب الله د سیاسي شورا غړي«محمود قمطي» وویل، اسرائیل به ډېر ژر له منځه ولاړ شي او د مقاومت محور چې پوځي معادلات یې رامنځته کړي او د ځواک، امنیت او ټولنیز ثبات په عملي کولو سره به اقتصادي معادله هم رامنځته کړي.

محمود قماطي ټینګار وکړ، په فلسطین کې د مقاومت د عملیاتو لړۍ او په سیمه کې د مقاومت د محور قدرت او د هغو معادلاتو په پام کې نیولو سره چې دغه محور په لبنان، سوریې، فلسطین، عراق، یمن او د ایران په اسلامي جمهوریت ترسیموي، وینو چې دا محور د پرمختګ په حال کې دی او سیاسي ، امنیتي او نظامي معادلې را منځته کوي.

په لبنان کې د حزب الله د سیاسي شورا غړي زیاته کړه، د اسرائیلو دښمن رژیم عمر ۸۰ کالو ته نه رسیږی.