لویدیځه غاړه کښې یو فلسطیني ځوان شهید شو
Apr 09, 2023 03:07 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
فلسطیني رسنیو د صهیونیسټانو په ډزو د یو فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړ
دغه ۱۶ کلن فلسطیني ځوان چې عاید عزام سلیم نومیده، د قلقیلیه په ختیځ کښې عزون نومې کلي ته نزدې د صهیونیسټانو په حمله کښې شهید شوی دی.
له فلسطینه بل خبر دا چې صهیونیسټي سرچینو په نیواکي قدس کښې په ډزو کښې ۶ صهیونیسټانو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.
دغه ډزې د نیواکي قدس په ګیلو سیمه کښې شوې دي.
د صهیونیسټي رژیم ټیلیویژن د دغو شپږو کسانو د زخمي کیدو په تاییدولو سره، د دریو زخمیانو حالت نازک بللی دی.
ټیګونه