صهیونیسټ رژيم دمقاومت لسګونو زره توغندیو کلابندۍ کړې دی
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ،په لبنان او غزې کې د مقاومت په لسګونو زره توغندیو صهیونیسټي رژيم راګیر کړی دی.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله ددغه غورځنګ له یوشمیر مشرانو سره په پلاوي کې د عراق بغداد ته تللی دی .
مهر خبری آژانس راپور ورکړ، زیاد النخاله عراق ته دسفر په څنډې کې د عراقي رسندویو مسئولانو سره په خبرو کې ټينګار وکړ، د فلسطین په تیره بیا د لویدیځي غاړې خلک له صهیونیسټي دښمن سره په هراړخیز او ډله ایز جنګ بوخت دي .
هغه زیاته کړې ده ، په لویدیځي غاړې کې دمقاومت سختیدا د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د امنیت لپاره نیغ په نیغه یو ګواښ دی. النخاله ددې خبرې په کولو سره چې په غزې او لویدیځي غاړې کې مقاومت او په سیمې کې د مقاومت نور بهیرونه د وحشي صهیونیسټي رژيم په وړاندې دمخه نیونې په رامینځةکولو کې بریالي شوي دي روښانه کړه،پر دې سربیره د مقاومتي چورلیز جنایتکار صهیونیسټي رژيم د مقاومت د لسګونو زره توغندیو په کلابندۍ کې راوستی دی.
د فلسطینه د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي د ایران او عربستان د موافقې په باب هم ووئيل، دغه موافقه دهغو ه یوادونو لپاره یو مهم پیغام لري ،چې له صهیونیسټي دښمن سره داړیکو دعادي کولو لپاره لاس پښې خوځوي او هیله مند یوو عربستان هم له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو دعادی کیدا او له عربو هیوادونو سره دامریکا د بدماشو او سرزورو سیاستونو له پروژې لیرې ووسي .