اسرائیلو په اینټرنیټي جنګونو کښې هم ماتي خوړلي ده:-
د بدو امنیتي نرم اوزارونو په تولید کښې د صهیونیسټ رژیم له پراخو لاسونو لرلو او په ټوله نړۍ کښې د اسرائیلو د سایبري اقداماتو په زمینه کښې د دغه رژيم له ادعاګانو سره سره د صهیونیسټ رژیم الیکټرونیکي بیخ بنایانې او چینلونه ډیرې امنیتي کندې او ستونزې لري چې د اسرائیلو د رژیم د ډیرو حکومتي او د خصوصي ارګانونو پرضد د هایکري او د سائبري نفوذ سبب شوي دي او د دغه رژیم لپاره یې جدي ستونزې رامینځته کړي دي.
په تیرو ورځو کښې په نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو کښې د بانکونو د سایټونو د بریښنا د شرکت د بیمې د پوسټ افیس د روغتیا او د بن ګوریون هوايي ډګر او د څو نورو مرکزونو پرضد د اینټرنیټي بریدونو په هکله ډیر راپورونه خپاره شوي دي.
فلسطیني رسنیو په تیرې سه شنبې ورځ وویل د صهیونیسټ رژیم په انیټرنیټي مرکزونو باندې د هیکرانو بریدونه په نیواکي فلسطین کښې د پینځلسو مهمو ارګانونو او ادارو د چټي کیدا سبب شوي دي.
په هیک شویو شرکتونو او ادارو کښې د صهیونیسټ رژیم د ټیلي ويژن سایټ، سیلکوم ارتباطي شرکت، پارټنر، تل اویو پوهنتون ، یروشلم پوسټ ورځپاڼې او د اوبو شرکت ته اشاره کولای شو.
د صهیونیسټ رژيم د دریم ستر بانک په توګه ډیسکاونټ(Discount) بانک او د ټرانسپورټ عمومي شرکت هم له اینټرنیټي بریدونو سره مخ شوي دي.
دغه اینټرنیټي حملې د خدماتو د رسولو د بندیدا یا سست کیدا، د ګډوډۍ او زیاتې ګڼې ګوڼې او د بې نظمۍ او د پوهنتونونو او د ارګانانو د اینټرنیټ سرورونو(Servers) له کاره د غورځیدا سبب شوي دي.
په تیرې دوشنبې شپې هم د هایکرانو همدغه ډلې د صهیونیسټ رژیم د ځانګړیو عملیاتو او د استخباراتي ادارې موساد په اینټرنیټ سایټ او د بیمې په شرکت باندې د حملو خبر ورکړی و.
معاریو صهیونیسټي ورځپاڼې وویل د تیرې دوشنبې ورځې په اینټرنیټي برید کښې د انانیموس(Annoymous) په نوم د هایککرانو ډلې په خپلې ټيلیګرام پاڼې کښې وویل چې د اسرائیلو دوه اصلي اینټرنیټ سایټونه یعني د موساد جاسوسۍ ادارې او حکومتي بیمې ته اړونده سایټونه یې له کاره غورځولي دي او ګواښ یې کړی دی چې دغه حملې د لا سترې حملې سریزه ده.»
تایمز اف اسرائیل ورځپاڼې هم په یوه راپور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه د اینټرنیټ په ډګر کښې د قدرت د انډول په بدلیدا اندیښنه څرګنده کړي ده.
دغه ورځپاڼې ولیکل اوس څو کاله کیږي چې د روژې د مبارکې میاشت اخري جمعې ورځ چې د قدس ورځ نومول شوي ده د اسرائیلو د ژوند د ګډوډولو لپاره د هایکرانو له حملو او هڅې سره یوځاې کیږي.
له دې مخکې هم د «موسی د عصا» په نوم د هایکرانو ډلې د صهیونیسټ رژیم امنیتي او پوځي بیخ بنایانو او چینلونو ته زیات اینټرنیټي ګوزارونه ورکړي وو.
دغه ډلې په رسمي ډول ویلي وو چې زمونږ هدف د صهیونیسټ رژیم په وړاندې مبارزه او مقاومت کول ، په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو ایشوا کول، په عملیاتو کښې د زیاتې ګډوډۍ رامینځته کول او د حساسو اطلاعاتو او د شرکتونو د رازونو د ایشوا کولو له لارې په نیواکي ټاټوبو کښې هدفونو ته د تاوان رسول دي.
دغه راز د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور په دوهمه کلیزه د قطر العربي ټیلي ويژن په یوه راپور کښې د قاسم په نوم د هایکرانو د یوې ډلې د حملې خبر ورکړ چې پکښې هایکرانو د اسرائیلو په ډیمونا(Dimona) اټومي مرکز باندې د توغندوي حملې ګرافیک عکس خپور کړ او د عقیق یوه ګوتمې په ګوته کښې اچول شوي ده او یو توغندی په هغه ځای چې په ډیمونا سیمه کښې د اسرائیلو د اټومي مرکز نښه ده ویشتل شوی دی.
هاارتص ورځپاڼې ډیرو هایکري حملو ته په اشارې سره اینټرنیټي ګواښ د صهیونیسټ رژيم د موجودیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی او لیکلي یې دي صهیونیسټ رژیم په ضروري اندازه دغه ګواښ ته پام نه کوي او له دې سره سره چې په خپل اینټرنیټي قدرت باندې ویاړي خو په هماغه شیبه هم له ډیرو سایبري بریدونو سره مخامخ دی.
«رای الیوم» عربۍ ورځپاڼې راپور ورکړ اینټرنیټي بریدونه هغه تر ټولو پټ خطرناک دښمن دی چې صهیونیسټ رژیم یې په ویره کښې اچولی او د یوه بټن په وهلو سره د اسرائیلو حرکت ګډوډوي.
استخباراتي او اطلاعاتي جنګ داسې جګړه ده چې د نیواکګر رژیم اطلاعات لاس ته راوړي او د جنګ معادلات او قواعد پراخوي.
په ټول کښې له دې سره سره چې صهیونیسټ رژیم له اینټرنیټي حملو سره د مقابلې لپاره د الیکټرونیک نفوذ د ساتنې لپاره په ترټولو موډرنو ،ګرانببیه پروګرامونو او ماشینونو سمبال دی خو داسې ښکاري چې دغو موډرن ټیکنالوژیو له اسرائیلو سره چندانې مرسته نه ده کړي او اینټرنیټي حملې همدا اوس د دغه رژیم د ټول موجودیت لپاره په یوه ګواښ بدلې شوي دي.
دا په دې معنا ده چې صهیونیسټ رژیم په اینټرنیټي ډګر کښې هم لوبه بایللي ده او د دفاع په حالت کښې ورغلی دی لکه څرنګه چې د دودو پوځي جنګونو په ډګر کښې یې هم خپل دفاعي قدرت له لاسه ورکړی دی او همدا اوس له بیلابیلو جبهو سره مخامخ شوی دی.